تر امریکا وروسته، جرمني هم له ایران سره د خبرو لۀ نۀ پرمختګ خبر ورکړی دی

تر امریکا وروسته، جرمني هم له ایران سره د خبرو لۀ نۀ پرمختګ خبر ورکړی دی
له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې اروپايي ټولنه له ایران سره د مذاکراتو پر اغېزمنتیا باوري ده، خو ایران وخت ضایع کوي او دا مسئله د منلو نه ده.
(2021 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
المان وایي له ایران سره په روانو مذاکراتو کې د پرمختګ هیله مندي نشته ده.
د المان د بهرنیو چارو وزیرې د جي اووه هېوادونو د غونډې په څنډه کې رسنیو ته ویلي چې له څو ورځو راهیسې په وین کې له ایران سره مذاکرات دوام لري، خو ایران داسې شرایط وړاندې کوي چې منل یې ناممکن دي.
نوموړې وايي له همدې امله په مذاکراتو کې د پرمختګ تمه نشته ده او ورځ تر بلې د خبرو لپاره فرصت کمېږي.
اړوند موضوعات:
امریکا وايي ایران اټومي تړون ته ژمن ندی ، وخت ضایع کوي، نور وخت نۀ ورکوو
له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې اروپايي ټولنه له ایران سره د مذاکراتو پر اغېزمنتیا باوري ده، خو ایران وخت ضایع کوي او دا مسئله د منلو نه ده.





