افغانستان کې هدفي وژنو د امریکا اندېښنې راپارولي دي

افغانستان کې هدفي وژنو د امریکا اندېښنې راپارولي دي
دغه اعلامیه د کاناډا، امریکا، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، جاپان، پرتګال، پولنډ، بلجیم، استرالیا، هسپانیا، هالنډ او نورو هېوادونو له لوري په ګډه خپره شوې او ددې غوښتونکي دي چې افغانستان کې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وشي.
(2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا په افغانستان کې پر هدفي بریدونو اندېښنه ښوودلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی او ملګري هېوادونه یې په افغانستان کې پر وروستیو هدفي بریدونو اندېښنه ښيي.
سرچینه وایي افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د نړیوالو څارونکو بنسټونو راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي او طالبانو ته په کار ده چې په دې برخه کې پر خپلو کړو ژمنه عمل وکړي.
اړوند موضوعات:
دغه اعلامیه د کاناډا، امریکا، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، جاپان، پرتګال، پولنډ، بلجیم، استرالیا، هسپانیا، هالنډ او نورو هېوادونو له لوري په ګډه خپره شوې او ددې غوښتونکي دي چې افغانستان کې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وشي.
د افغانستان نوي حکومت تر دې دمه پر دغه اعلامیه غبرګون نه دی ښوودلی.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ا.ا.ا د ټولشموله جکومت د جوړېدو پۀ خاطر پۀ کور دننه او بهر فشارونه ډیر شوي دي.






