د افغانستان پۀ اړه د امریکا د پلټنې ادارې خبر ورکړی چې طالبانو هغه ډاکټران وهلي چې د ښځینه ناروغانو درملنه يې کوله 

0
161

د افغانستان پۀ اړه د امریکا د پلټنې ادارې خبر ورکړی چې طالبانو هغه ډاکټران وهلي چې د ښځینه ناروغانو درملنه يې کوله 

دغه راز طالبانو په یو شمېر سیمو کې امر کړی چې ښځې به د خپل کورنۍ غړو یا هم شرعي محرم پرته له کوره نه وځي، هغه څه چې د سیګار په وینا، روغتیايي خدمتونو ته یې د ښځو لاس‌رسی کم کړی دی.

 

(2021 / 12 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې ویلي، چې طالبانو یو شمېر هغه ډاکټران وهلي، چې د ښځینه ناروغانو درملنه یې کوله.

سیګار په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، په افغانستان د ښځو لپاره د روغتیا پاملرنې خدمتونه تر پخوا څو چنده محدود شوي دي.

راپور کې ویل شوي، چې طالبانو امر کړی چې ښځینه ناروغانو درملنه باید یوازې ښځینه ډاکټرانې او ښځینه روغتیاپالانې وکړي.

دغه راز طالبانو په یو شمېر سیمو کې امر کړی چې ښځې به د خپل کورنۍ غړو یا هم شرعي محرم پرته له کوره نه وځي، هغه څه چې د سیګار په وینا، روغتیايي خدمتونو ته یې د ښځو لاس‌رسی کم کړی دی.

سیګار په راپور کې راغلي، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم له مالي ناورین سره مخ دی او په ډېی روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ شوي دي.

طالب چارواکو تر اوسه د سیګار نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي.

Leave a reply