د کورنیو چارو وزارت وايي چې پنځلس کسان مو د جنايي جرمونو پۀ تور د کابل ښار کې نیولي دي

0
45

د کورنیو چارو وزارت وايي چې پنځلس کسان مو د جنايي جرمونو پۀ تور د کابل ښار کې نیولي دي

د کابل امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د وژنې، د موبايلونو غلا، اخلاقي فساد، د کورونو غلا، د نشه يي توکو د پلور، د موټرو د نمبر پلېټ غلا، د ناقانونه وسلو د لیږد او د پیسو د غلا په تور نیول شوي.

 

(2021 / 12  / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ځواکونو یې په تېرو دوو ورځو کې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ۱۵ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د وژنې، د موبايلونو غلا، اخلاقي فساد، د کورونو غلا، د نشه يي توکو د پلور، د موټرو د نمبر پلېټ غلا، د ناقانونه وسلو د لیږد او د پیسو د غلا په تور نیول شوي.

اړوند موضوعات: 

کورنیو چارو وزارت: هرات کې مو د بېلابېلو جرمونو پۀ تور ۱۲۰ کسان نیولي دي

طالبانو ویلي، دغه مجرمین یې دويمې، شپږمې، اوومې ، لسمې، يوولسمې، دولسمې، ديارلسمې، اتلسمې ناحيو او د موسهي او شکردرې ولسواليو له اړوند سیمې څخه نيولي دي.

له نيول شويو کسانو څخه درې ميله وسلې، يوه اندازه نشه يي توکي، دوه غلا شوی موټر او يوه اندازه د غلا وړ توکي ترلاسه شوي دي.

Leave a reply