کورنیو چارو وزارت: هرات کې مو د بېلابېلو جرمونو پۀ تور ۱۲۰ کسان نیولي دي
کورنیو چارو وزارت: هرات کې مو د بېلابېلو جرمونو پۀ تور ۱۲۰ کسان نیولي دي
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان د غلا، قتل، ترور، نشهيي توکو د قاچاق، اخلاقي جرمونو، اختطاف په تور نیولي دي.
د هرات ځايي مسوولین وایي، چې د یادو کسانو نیولو سربېره ۴۰ میله وسلې، ۲۰ موټر، څلور لکه نغدې افغانۍ، ۳۰ غلا شوي موبایلونه او ۳۰۰ لیټره شراب هم ترلاسه شوي دي.
(2021 / 11 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا کورنیو چارو وزارت وایي، چې د تېرې یوې میاشتې پرمهال يې په هرات کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲۰ کسان نیولي دي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه شمېر کسان یې د هرات مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان د غلا، قتل، ترور، نشهيي توکو د قاچاق، اخلاقي جرمونو، اختطاف په تور نیولي دي.
اړوند موضوعات:
د کابل امنیه قومنداني وايي چې یوه اونۍ کې یې اتیا کسه د جنايي جرمونو په جرم نیولي دي
د هرات ځايي مسوولین وایي، چې د یادو کسانو نیولو سربېره ۴۰ میله وسلې، ۲۰ موټر، څلور لکه نغدې افغانۍ، ۳۰ غلا شوي موبایلونه او ۳۰۰ لیټره شراب هم ترلاسه شوي دي.
دوی ویلي، چې د یادو کسانو دوسیې یې اړوندو عدلي ارګانونو ته استولي دي.