د کابل امنیه قومنداني وايي چې یوه اونۍ کې یې اتیا کسه د جنايي جرمونو په جرم نیولي دي

د کابل امنیه قومنداني وايي چې یوه اونۍ کې یې اتیا کسه د جنايي جرمونو په جرم نیولي دي
د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو د تحقیقاتو رئیس مولولي نور احمد رباني ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې یوازې د کابل ښار کې اتیا کسه نیولي دي.
(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو د تحقیقاتو رئیس مولولي نور احمد رباني ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې یوازې د کابل ښار کې اتیا کسه نیولي دي.
نوموړي ویلي چې په دغو کسانو کې د غلا، اختطاف، قتل، وسلوالو غلاوو، او نرو جرمونو په تور دغه کسان نیولي دي.
دۀ همدارنګه ویلي چې د ا.ا.ا په پوره ځواک هڅه کوي چې کابل کې د جرمونو مخه ونیسي او عاملین یې ژر تر ژره بندیخانو ته وغورځوي.
نوموړي همدارنګه په کابل ښاریانو غږ کړی چې د کابل امنیت ساتلو کې دې ورسره مرسته وکړي او د مجرمینو یا جرم د ترسره کېدو پر مهال دې دوی ته خبر ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کابل ښاریان د نا امنیو او غلاوو له ډېروالي شکایت کوي؛ خو د ا.ا.ا بیا ورته د مجرمینو د نیولو ډاډ ورکوي.





