اندونیزیا کې یو افغان کډوال د دوی د غږ نۀ اورېدو لۀ وجې ځان ته اور ورته کړی دی

اندونیزیا کې یو افغان کډوال د دوی د غږ نۀ اورېدو لۀ وجې ځان ته اور ورته کړی دی
د ملګرو ملتونو کډوالۍ شورا د مالوماتو پر بنسټ، په اندونیزیا کې په زرګونه کډوال چې څه باندې نیمايي یې افغانان دي، له نامالوم برخلیک سره اخته دي او پۀ دې تمه دي چې په درېیم هېواد کې مېشت کړای شي.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې، یوه افغان کډوال په اندونیزیا کې د کډوالو نامالوم برخلیک له کبله د اعتراض په ډول ځان ته اور اچولی دی.
اسوشېټد پرېس لیکلي، چې دغه افغان ځوان سخت سوځېدلی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د راپور له مخې، یاد افغان ځوان د سوماترا ټاپو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دفتر مخې ته په يوه مظاهره کې ګډون کړی و.
دغه پناه غوښتونکي په درېیم هېواد کې د ځای پرځای کېدو لپاره د اووه کلن انتظار په اعتراض کې په دې کار لاس پورې کړ.
اړوند موضوعات:
سټرایټرز نشریه لیکي چې زرګونه افغان کډوال لا هم امریکا کې بې برخلیکه دي
د ملګرو ملتونو کډوالۍ شورا د مالوماتو پر بنسټ، په اندونیزیا کې په زرګونه کډوال چې څه باندې نیمايي یې افغانان دي، له نامالوم برخلیک سره اخته دي او پۀ دې تمه دي چې په درېیم هېواد کې مېشت کړای شي.
د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې پۀ زرګونو افغانانو افغانستان پریښی او پۀ نورو هېوادو کې د اروپا او امریکا د پناه ورکولو پۀ موخه مېشت شوي دي.






