سټرایټرز نشریه لیکي چې زرګونه افغان کډوال لا هم امریکا کې بې برخلیکه دي 

0
213

سټرایټرز نشریه لیکي چې زرګونه افغان کډوال لا هم امریکا کې بې برخلیکه دي 

امریکايي سټاريپز نشریې په امریکا کې د افغان کډوالو له وضعیت راپور ورکړی او وایي چې زرګونه افغان کډوال دمګړی د امریکا په بېلو نظامي اډو کې پراته دي او د خپل برخلیک په اړه اندېښنه لري.

 

(2021 / 11 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا ته تللي زرګونه افغان کډوال تر دې دمه بې برخلیکه دي.

امریکايي سټاريپز نشریې په امریکا کې د افغان کډوالو له وضعیت راپور ورکړی او وایي چې زرګونه افغان کډوال دمګړی د امریکا په بېلو نظامي اډو کې پراته دي او د خپل برخلیک په اړه اندېښنه لري.

سرچینه کاږي داسې کېمپونه شته چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې افغانان پکې پراته دي خو تر دې دمه یې برخلیک روښانه نه دی.

بلخوا امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی هڅه کوي ژر تر ژره ددغه افغانانو لپاره د هستوګنځایونو د برابرولو اقدام وکړي او له روان وضعیت یې وژغوري.

په امریکا کې داسې نظامي اډه هم شته چې زرګونه افغانان له خپلو کورنیو سره پکې مېشت دي او تر خېمو لاندې ژوند کوي. دوی له امریکايي حکومت غواړي چې ژر تر ژره یې برخلیک روښانه کړل شي.

Leave a reply