امریکا د یو وسلوال برید پایله کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
162

امریکا د یو وسلوال برید پایله کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

پولیسو زیاته کړې ده چې ښایي دغه پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې وي خو زیاتوي چې دوی هڅه کوي چې د پېښې اصلي رېښه پیدا کړي.

 

(2021 / 11 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا کې د وسله وال تاورتریخوالي پر دوام د یاد هېواد په انډیانا ایالت کې څلور کسان د ټوپک په ډزو وژل شوي دي.

د انډیانا ایالت پولیس چارواکو ویلي چې د دغه ایالت په شمالي برخه کې په یوه پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي. پولیسو ویلي، د وژل شویو کسانو مړي یې وروسته تر هغه په یو کور کې وموندل چې له یادې سیمې څخه یې د ډزو راپور تر لاسه کړ.

اړوند موضوعات: 

امریکا کې یو بریدګر شل کسه پۀ موټر وهلي دي 

پولیسو زیاته کړې ده چې ښایي دغه پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې وي خو زیاتوي چې دوی هڅه کوي چې د پېښې اصلي رېښه پیدا کړي.

Leave a reply