امریکا کې یو بریدګر شل کسه پۀ موټر وهلي دي 

0
170

امریکا کې یو بریدګر شل کسه پۀ موټر وهلي دي 

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې یاد کس په قصدي توګه خلک په موټر وهلي دي. په پېښه کې شل کسه ټپیان شوي چې د ځينو روغتیايي وضعیت یې نازک ښوودل شوی دی.

 

(2021 / 11 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په امریکا کې یوه بریدګر شل کسه په موټر وهلي دي.

د راپورونو له مخې یوه کس په ملواکي ښار کې خپل موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه وربرابر کړی دی او ګڼ کسان یې تر موټر لاندې کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې یاد کس په قصدي توګه خلک په موټر وهلي دي. په پېښه کې شل کسه ټپیان شوي چې د ځينو روغتیايي وضعیت یې نازک ښوودل شوی دی.

پولیس وايي چې دغه کس یې نیول دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

اړوند موضوعات: 

تېرو څلورویشتو ساعتونو کې امریکا کې لس وسلوال بریدونه شوي دي 

د امنیتي چارواکو په خبره تر اوسه نه ده ثابته چې دې کس ولې د خلکو پر جمعیت موټر وروستلی دی، خو وروسته به یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

Leave a reply