د ا.ا.ا مرستیال لۀ ازبکستان څخه د اقتصادي پروژو د پراختیا غوښتنه کړې ده 

0
94

د ا.ا.ا مرستیال لۀ ازبکستان څخه د اقتصادي پروژو د پراختیا غوښتنه کړې ده 

د همدې لیدنې په تړاو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ملا برادر له عصمت الله ایرګاشیف سره د ګډو اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق بهیر پر چټکتیا او د دواړو هېوادونو د مناسباتو پر پراختیا ګټورې خبرې اترې کړې دي.

 

(2021 / 11 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا سربېره پر ځینې نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د همدې لیدنې په تړاو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ملا برادر له عصمت الله ایرګاشیف سره د ګډو اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق بهیر پر چټکتیا او د دواړو هېوادونو د مناسباتو پر پراختیا ګټورې خبرې اترې کړې دي.

اړوند موضوعات: 

ازبکستان وايي چې د افغانستان د ستونزو سولییز حل مو لومړیتوب دی 

د یادونې ده چې ایرګاشیف نن د ا.ا له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې دوی د ا.ا.ا د مثبتو اقداماتو ملاتړ کوي او د وروستیو پرمختګونو په اړه به نړیوالو ته خپل د سترګو لیدلی حال او معلومات وړاندې کړي.

Leave a reply