ازبکستان وايي چې د افغانستان د ستونزو سولییز حل مو لومړیتوب دی
ازبکستان وايي چې د افغانستان د ستونزو سولییز حل مو لومړیتوب دی
هغه ټینګار کړی دی چې ازبکستان له افغانستان سره د متقابل درناوي، د حقونو د برابري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له مداخلې پرته ټینګې دوستانه اړیکې غواړي او دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان ملي شتمني ازاده او د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي چې په سوله ییزه توګه د افغانستان د موجوده ستونزو حل او له دغه هېواد سره د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو پراختیا یې د بهرني سیاست مهم لومړیتوب دی.
نوموړي په بروکسل کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو اوږده مخینه لري او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې رامنځته شوې وروستۍ ستونزې له افغانانو سره په ګډه حل کړي.
هغه ټینګار کړی دی چې ازبکستان له افغانستان سره د متقابل درناوي، د حقونو د برابري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له مداخلې پرته ټینګې دوستانه اړیکې غواړي او دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان ملي شتمني ازاده او د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
کاملوف څرګنده کړې ده چې افغانانو په کلونو کلونو جګړې تجربه کړې دي او نور باید دا ستړي وګړي د نړیوالې ټولنې د بندیزونو له امله سختې ونه ګالي.