د برېټانیا د استخباراتو رئیس ویلي چې د افغانستان د تېر نظام سقوط استخباراتي تېروتنه نه وه

د برېټانیا د استخباراتو رئیس ویلي چې د افغانستان د تېر نظام سقوط استخباراتي تېروتنه نه وه
د یادونې ده چې تر دې وړاندې بریتانیا د افغانستان د تېر نظام د سقوط پړه پر امریکا اچولې او زیاته کړې یې وه چې د دوی د استخباراتي محاسبو غلطي د ورته نتیجې لامل شوه.
(2021 / 11 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بریټانیا د استخباراتي ادارې (MI6) رییس ویلي چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سقوط یوه استخباراتي تېروتنه نه وه.
ریچارډ مور په یوه تازه مرکه کې ویلي چې حتی که د طالبانو د رهبري کوم غړی هم د دوی جاسوس وای نو د افغانستان د نظام د سقوط وړاندوینه یې نه شوه کولی ځکه چې دا هر څه په ډېر سرعت رامنځته شول ان تر دې چې حتی د طالبانو خپله رهبري هم نه پوهېده چې دومره ژر به هر څه ۱۸۰ درجې تغیر کوي.
اړوند موضوعات:
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د تېر نظام سقوط د ولس پخیر نشو
نوموړي زیاته کړې ده چې که څه هم دوی د افغانستان د تېر نظام د سقوط وړاندوینه کړې وه خو په دومره سرعت یې د ورته نتیجې تمه نه لرله.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې بریتانیا د افغانستان د تېر نظام د سقوط پړه پر امریکا اچولې او زیاته کړې یې وه چې د دوی د استخباراتي محاسبو غلطي د ورته نتیجې لامل شوه.






