پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د تېر نظام سقوط د ولس پخیر نشو

0
157

پخوانی ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د تېر نظام سقوط د ولس په خیر نشو

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن له یوۀ ایراني ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د تېر نظام سقوط د ولس پخیر نه ؤ او د نظام د سقوط پر ځای باید خبرو دوام کړی ؤ.

 

(2021 / 9 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن له یوۀ ایراني ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د تېر نظام سقوط د ولس پخیر نه ؤ او د نظام د سقوط پر ځای باید خبرو دوام کړی ؤ.

نوموړي د طالبانو کابل ته بغیر د وینې د تویېدنې داخلېدلو لپاره خوښي څرګنده کړې؛ خو د تېر نظام ړنګېدل یې د وطن په زیان ګڼلي دي.

ښاغلي کرزي ویلي چې طالبان باید له تېر حکومت سره یو ځای شوي وای او د نظام د له منځته تللو پر ځای باید قوي شوی وای.

نوموړي همدا راز په طالبانو غږ کړی چې یو پراخ بنسټه او ټول منلی حکومت رامنځته کړي، دۀ اوسنۍ کابینې ته په اشارې ویلي چې دا ډول ټاکنې او کابینه جوړول د نړیوالو پر افغانستان باور کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تازه ویلي چې نړیوال دې دوی ته د په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه نه وړاندې کوي.

 

 

Leave a reply