د خوړو نړیوال پروګرام وایي له تاجکستان یې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد پیل کړی دی

د خوړو نړیوال پروګرام وایي له تاجکستان یې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد پیل کړی دی
په تاجکستان کې د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو ویلي چې پرون ددې بنسټ اووه لارۍ خوراکي توکي د افغانستان پر لور روان شوي دي او هڅه کېږي چې له دې وروسته د تاجکستان له خاورې افغانستان ته د خوراکي توکو د لېږد په موخه کار واخیستل شي.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوړو نړیوال پروګرام وایي له تاجکستان یې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد پیل کړی دی.
په تاجکستان کې د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو ویلي چې پرون ددې بنسټ اووه لارۍ خوراکي توکي د افغانستان پر لور روان شوي دي او هڅه کېږي چې له دې وروسته د تاجکستان له خاورې افغانستان ته د خوراکي توکو د لېږد په موخه کار واخیستل شي.
تاجکستاني چارواکو هم ویلي چې دوی له نړیوالو بنسټونو سره افغانستان ته د خوراکي توکو او بشردوستانه مرستو د لېږد په برخه کې همکاري کوي او دا د دې همکاریو د لړۍ پيل دی.
اړوند موضوعات:
د خوړو نړۍوال سازمان ویلي چې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد پۀ پښو ودروي
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو، له تاجکستان سره یې خبرې پيل کړې څو بشردوستانه مرستې له دې لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
نړیوال بنسټونه وايي چې د بشردوستانه مرستو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ د ترانزیتي لارو تړل کېدل او په هوايي ډګرونو کې ستونزې دي.





