د اسټرالیا پارلمان لۀ اسټرالیايي ځواکونو سره افغان ژباړونکو ته د وېزې نۀ ورکړې لۀ امله نیوکې کړې دي 

0
186

د اسټرالیا پارلمان لۀ اسټرالیايي ځواکونو سره افغان ژباړونکو ته د وېزې نۀ ورکړې لۀ امله نیوکې کړې دي 

د استرالیا د پارلمان یو شمېر غړو پر حکومت هغه افغان ژباړونکو ته چې د اسټرالیا په پوځ کې یې کار کړی، د ویزو په نه ورکولو سختې نیوکې کړې دي.

 

(2021 / 11 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ اپور 

د استرالیا د پارلمان یو شمېر غړو پر حکومت هغه افغان ژباړونکو ته چې د اسټرالیا په پوځ کې یې کار کړی، د ویزو په نه ورکولو سختې نیوکې کړې دي.

د استرالیا د پارلمان غړي جولیان هیل وویل: “موږ په دې پوهیدلو حیران یو چې د لیبرال حکومت لخوا ژمنه شوې 3,000 ویزو څخه هیڅ یوه هم نه ده عملي شوې.”

ښاغلي جولیان وویل چې دې اقدام ټول استرالیایي، افغان همکاران او استرالیايي ژباړونکي خپه کړي دي.

اړوند موضوعات: 

اسټرالیا وايي چې تر اوسه مو لۀ افغانستان څخه ورغلو افغانانو ته بشر دوستانه ویزه نده ورکړې 

د استرالیا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې په څو پړاوونو کې یې له افغانستانه یو شمېر کسان استرالیا ته لېږدولي دي.

Leave a reply