اسټرالیا وايي چې تر اوسه مو لۀ افغانستان څخه ورغلو افغانانو ته بشر دوستانه ویزه نده ورکړې
دغه وزارت دا نه دي ویلي چې د ویزې د نه ورکولو لامل څه دی خو داسې راپورونه شته دي چې له افغانستان څخه یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته تللي وګړیو کې ډېری یې داسې کسان دي چې د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او نورو ورته نومونو باندې وتلي دي خو په حقیقت کې ډیرو تللیو کسانو د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره هیڅ ډول اسناد نه دي وړاندي کړي.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد تر اوسه پورې هیڅ افغان ته بشردوستانه ویزه نه ده ورکړې.
د یاد وزارت په خبره، په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو را وروسته دوی له دغه هېواد څخه ورغلیو کډوالو ته ویزه نه ده صادره کړې.
دغه وزارت دا نه دي ویلي چې د ویزې د نه ورکولو لامل څه دی خو داسې راپورونه شته دي چې له افغانستان څخه یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته تللي وګړیو کې ډېری یې داسې کسان دي چې د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او نورو ورته نومونو باندې وتلي دي خو په حقیقت کې ډیرو تللیو کسانو د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره هیڅ ډول اسناد نه دي وړاندي کړي.
اړوند موضوعات:
د اسټرالیايانو یو شمېر ژباړونکي له دغه هېواد څخه د پناه غوښتوښتنه کړې ده
د یادونې وړ ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته اسټرالیا ته تللي کسان په مؤقتي ویزه په یاد هېواد کې ژوند کوي.










Leave a Reply