په بلوچستان کښې ۳ لکه او ۳۸ زره غریب خاندانونو ته د احساس پروګرام په ذریعه مالي مرستې ورکړل شوي دي: ډاکټر عارف علوي

0
49

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په کویټه بلوچستان کښې د احساس کفالت کیش او د احساس انډر ګریجویټ سکالرشپ د سندونو د تقسیمولو په ترڅ کښې تابیا شوې یوې غونډه ته په وینا کښې ویلي دي چې د حکومت په پالیسۍ کښې د اول ورځ نه دا پلان شامل دې چې پاکستان یو اسلامی فلاحي ریاست وي.

هغه اوویل چې په بلوچستان کښې باید چې ښځې په مالی طور مضبوطی شي چې دا د ملک په پرمختګ کښې فعال او عملي رول ولوبوي، هغه زیاته کړه چې په بلوچستان کښې د احساس کفالت پروګرام ترسیوري لاندې ۳ لکه او ۳۸ هزار غریب او بې وزله خاندانونو له ۱۲ زره نغده مالي مرسته ورکړې شوې ده.
صدر مملکت اوویل چې په نړیواله سطح د کورونا وایرس وبا په دوران د لاک ډاوند له وجهې د هر هیواد اقتصاد او د خلقو ژوند او مالي حالت ډیر بد متاثر شو خو د وزیراعظم عمران خان داسې و نه کړل او په هیواد کښې ی د مکمل لاک ډاون مخالفت وکړو او هم دغه شان ی د هیواد غریب اولس او مزدوران د مالي مشکلاتو نه بچ کړل.
هغه اوویل چې ښځینه هم کولې شي چې د احساس پروګرام څخه ګټه پورته کړي، هغه د پوهنتونونو په ښوونکو او مشران زور ورکړو چې په خپلو تعلیمي ادارو کښې د انفارمیشن ټیکنالوجي په اړه سلیبس او نور د زده کړې ورکولو پلانونه د نړیوالې کچ معیار برابر کړي چې د پاکستان ځوانان هم په جدید انفارمیشن ټیکنالوجۍ کښې پرمختګ وکړو او ددې هیواد په پرمختګ کښې رول ولوبوي او خپل راتلونکۍ وخت هم روښانه کړي.
هغه زیاته کړه چې مونږ باید د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په څانګه د پرمختګ کولو لپاره ښه منصوبه بندي وکړو چې زمونږ هیواد هم لکه د نورو هیوادونو په آي ټي میدان کښې ترقي وکړي.

Leave a reply