د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې لۀ افغانستان څخه د وتلو پرمهال یې سترې تېروتنې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې لۀ افغانستان څخه د وتلو پرمهال یې سترې تېروتنې کړې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس څرګنده کړې ده چې دوی له افغانستان څخه د خپلو خلکو او ځواکونو په ایستلو کې ډېرې تېروتنې کړې دي او له یادو اشتباهاتو په زده کړې به بیا داسې کار ونه کړي چې د امریکا حیثیت له پوښتنې سره مخ کوي.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا په ایتوپیا کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی دی چې له دغه جګړه ځپلي هېواد څخه پښې سپکې کړي او هر څه ژر یاده خاوره پرېږدي.
هغه خبرداری ورکړی دی چې دوی به له دغه هېواد څخه په وتلو کې هغه تېروتنې تکرار نه کړي چې په افغانستان کې یې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس څرګنده کړې ده چې دوی له افغانستان څخه د خپلو خلکو او ځواکونو په ایستلو کې ډېرې تېروتنې کړې دي او له یادو اشتباهاتو په زده کړې به بیا داسې کار ونه کړي چې د امریکا حیثیت له پوښتنې سره مخ کوي.
اړوند موضوعات:
سوریه: امریکا افغانستان کې تر ماتې خوړولو ورسته وېرېدلې ده
پرایس ویلي چې په ایتوپيا کې مېشت امریکایي وګړي دي له هرې ممکنې لارې له دغه هېواده ووځي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې دا خبرداری په دې مانا نه دی چې دوی په دغه هېواد کې سولې ته خوشبین نه دي خو وایي چې دوی باید په دې توګه د هغو تېروتنو د تکرار مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې یې ترسره کړې دي.





