سوریه: امریکا افغانستان کې تر ماتې خوړولو ورسته وېرېدلې ده
سوریه: امریکا افغانستان کې تر ماتې خوړولو ورسته وېرېدلې ده
اسد دغه راز څرګنده کړې چې امریکا په هر هېواد کې په ټریلینونو مصرف کړي ډالر بېرته هغو شرکتونو ته ورکړي دي چې یادو هېوادونو ته یې وسلې او تجهیزات لېږدولي دي.
هغه ټینګار کړی دی چې که چېرته امریکا یادې پیسې د هېوادونو پر زیربنا لګولې وای نو هیڅ هېواد کې به یې ماتې نه وه خوړلې.
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سوریې ولسمشر بشار اسد د دغه هېواد په یوه پوځي اکاډمي کې د افسرانو فراغت غونډې ته په خبرو کې ویلي چې دوی باید تر دې هم سختو شرایطو ته چمتوالی ولري.
هغه زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې تر ماتې وروسته هڅه کوي خپل ټول پام پر سوریه متمرکز کړي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې په افغانستان او عراق کې تر ماتې وروسته د امریکا پښې لړزاندې شوې دي او دی هیله لري چې د امریکا د ماتې خبرونه دوامداره واوسي.
اړوند موضوعات:
شمالي کوریا: امریکا په افغانستان کې د زرګونه کسانو د وژلو او میلیونونه کسانو د کډواله کېدو مسؤله ده