چین وايی چې نړۍ دې نور افغانستان سره بې انصافي نکوي

چین وايی چې نړۍ دې نور افغانستان سره بې انصافي نکوي
هغه زیاته کړې چې د پيسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک باید له افغانستان سره همکاري ولري او ددغه هېواد په بیا رغونه کې د خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
وانګ یې دغه راز ویلي چې دوی په خپل وار له افغانستان سره مرسته کوي او تازه یې یو ځل بیا د دېرش میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین وایي نړۍ دې د افغانستان یو اړخیز تحریم ته د پای ټکی کېږدي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په یونان کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ کېدونکی دی نو نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد یو اړخیز تحریم ته د پای ټکی کېږدي.
اړوند موضوعات:
قطر او چین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې ژر تر ژره دې افغانستان سره مرستې وکړي
دده په وینا امریکا او غربي هېوادونه دې پر افغانستان یو اړخیز فشارونه نه راولي، د دوی شتمني دې ازاده کړي او په دغه هېواد کې دې ناورین نه رامنځ ته کوي.
هغه زیاته کړې چې د پيسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک باید له افغانستان سره همکاري ولري او ددغه هېواد په بیا رغونه کې د خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
وانګ یې دغه راز ویلي چې دوی په خپل وار له افغانستان سره مرسته کوي او تازه یې یو ځل بیا د دېرش میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
نوموړي د روغتیا او خوړو د نړیوالو سازمانونو تر څنګ پر نورو نړیوالو ادارو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.






