قطر او چین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې ژر تر ژره دې افغانستان سره مرستې وکړي
په دې لیدنه کې د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې باید نړیواله ټولنه د خبرو پر ځای په عملي توګه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دغه هېواد کې دې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
(2021 / 10 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قطر او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو ټينګار کړی دی،د راپورونو له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي.
اړوند موضوعات:
ملا برادر اخوند د چین پلاوي سره په قطر کښې په مهمو موضوع ګانو ټینګار کړې
په دې لیدنه کې د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې باید نړیواله ټولنه د خبرو پر ځای په عملي توګه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دغه هېواد کې دې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
دوی همدا راز ویلي د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي او له دغه هېواد سره مرسته وکړي څو خپل اقتصاد په پښو ودروي او په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې چین، قطر او روسیې د ا.ا.ا سره ښې اړیکې پالي د ډېرو همکاریو ډاډ يې ورکړی دی.










Leave a Reply