شمالي کوریا: امریکا په افغانستان کې د زرګونه کسانو د وژلو او میلیونونه کسانو د کډواله کېدو مسؤله ده
شمالي کوریا: امریکا په افغانستان کې دزرګونه کسانو د وژلو او میلیونونه کسانو د کډواله کېدلو مسؤله ده
د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د شمالي کوریا د پلاوي مشر په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا افغانستان کې د زرګونه کسانو د وژلو او میلیونونه کسانو د کډواله کېدو مسؤله ده چې باید ځواب ووايي.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د شمالي کوریا د پلاوي مشر په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا افغانستان کې د زرګونه کسانو د وژلو او میلیونونه کسانو د کډواله کېدو مسؤله ده چې باید ځواب ووايي.
نوموړي وویل چې امریکا په سلګونو کسان وژل او په لکاوو نور کډوالۍ ته مجبوره کېدل .
دۀ همداراز په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د یو قوي ځواک په توګه دې د پیاوړو هېوادونو مخه ونیسي چې بیا پر کمزورو هېوادونو حمله ونکړي.
نوموړي د میلیونو افغانانو د کډوالۍ مسؤله امریکا وبلله او ویې ویل چې امریکا باید د افغانانو د وژلو او کډوالۍ په هکله نړۍ ته ځواب ووایي.
تر دې وړاندې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون هم پر امریکا ټینګې نیوکې کړې وې او ویلي یې ؤ چې امریکا ټول عمر پر کمزورو هېوادونو تېری کړی او خپل واک یې پرې چلولی دی.
نوموړي هم امریکا په افغانستان کې د زرګونو کسانو د وژلو او کډواله کېدلو مسؤله وبلله؛ خو ټینګار یې وکړ چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده.