هند اټومي سرګولولې لرونکی توغندی آزمویلی دی

0
73

هند اټومي سرګولولې لرونکی توغندی آزمویلی دی

تر هغه وروسته چې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو پۀ دې  وروستیو کې د لویو توغندیو د آزمویلو سیالۍ شروع کړي، تازه هند هم اعلان کړی چې د اټومي سرګولولې لرونکي توغندي بریالۍ آزموینه يې کړې ده.

 

(2021 / 10 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

تر هغه وروسته چې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو پۀ دې  وروستیو کې د لویو توغندیو د آزمویلو سیالۍ شروع کړي، تازه هند هم اعلان کړی چې د اټومي سرګولولې لرونکي توغندي بریالۍ آزموینه يې کړې ده.

هند تېره شپه د لومړي ځل لپاره د اټومي سرګلولې لېږدونکی بالستیک توغندی ازمویلی دی.

د راپورونو له مخې، دا توغندی چې (اګني وي) نومېږي د سلګونه کلیومټرو واټن په بریالیتوب ویشتلی شي.

 

هندي رسنۍ وایي چې دا توغندی د هندي پوځ له لوري د عبدالکلام جزیرې په اودیشا سواحلو کې ازمویل شوی دی. هندي چارواکو ویلي چې دا توغندی ان تېر کال ازموینی ته چمتو و خو د کرونا وبا له امله یې ازموینه ځنډېدلې وه.

اړوند موضوعات: 

د جاپان لومړی وزیر: شمالي کوریا دوه نور توغندي هم آزمویلي دي

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې امریکا تر غږ پنځه برابره چټک توغندی، شمالي کوریا د غږ پۀ اندازه چټک او روسیې تر غږ چټک توغندي آزمویلو خبر ورکړی ؤ.

 

 

Leave a reply