د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې موږ نغوښتل امریکا دومره پۀ بېړه لۀ افغانستان څخه ووځي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې موږ نغوښتل امریکا دومره پۀ بېړه لۀ افغانستان څخه ووځي
قریشي څرګنده کړې ده چې پاکستان په وار وار امریکا ته له افغانستان څخه د وتلو په اړه خبرداری ورکړی او ورته ویلي یې وو چې د ځواکونو وتلو مسئله باید د بین الافغاني مذاکراتو له پرمختګ سره تړلې وي خو امریکا د ځواکونو په ایستلو کې بېړه وکړه.
(2021 / 11 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې امریکا په ډېره بېړه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وایستل.
نوموړي د پاکستان د دفاع ملي پوهنتون ته په یوې وینا کې ویلي، دوی نه غوښتل چې امریکا دومره په بېړه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
قریشي څرګنده کړې ده چې پاکستان په وار وار امریکا ته له افغانستان څخه د وتلو په اړه خبرداری ورکړی او ورته ویلي یې وو چې د ځواکونو وتلو مسئله باید د بین الافغاني مذاکراتو له پرمختګ سره تړلې وي خو امریکا د ځواکونو په ایستلو کې بېړه وکړه.
اړوند موضوعات:
طالبان د اشرف غني د ناکامه پالیسو په وجه بریالي شو: شاه محمود قریشي
د هغه په خبره، په افغانستان کې د اوسني وضعیت پړه د امریکا پر غاړه ده، دوی مخکې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده او اوس یو ځل بیا ټینګار کوي چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره پوره همکاري کوي.