طالبان د اشرف غني د ناکامه پالیسو په وجه بریالي شو: شاه محمود قریشي

0
84

باغي ټي وي رپورټ
په امریکا کښې د پاکستان وزیر خارجه شاه محمود قریشي بیله بیلو هیوادونو او د ملګري ملتونو د استازو سره لیدنه کړي ده او د افغانستان او د مقبوضه کشمیر په اړه ورته د پاکستان دریځ یو ځل بیا تکرار کړې دې.

قریشي په دې موقع ویلي دي په افغانستان کښې طالبانو ته ګټه او کامیابي د افغانستان پخواني اولس مشر اشرف غني د ناکامه او غلطو پالیسو په وجه لاس ته راغله.
قریشي د بیله بیلو هیوادونو د نمایندګانو سره په لیدنه کښې اوویل چې د طالبانو په اړه د د دنیا دا پالیسي چې ددوی حکومت ته دې انتظار وکړي شي او و دې کتل شی چې دوی یعني طالبان څه کوي.
د پاکستان وزیر خارجه د ملګري ملتونوعمومي مرستیال سره هم لیدلی او د پاکستان حکومت د لومړیتوبونو نه ی د ملګری ملتونو نماینده خبر کړو.
قریشي اوویل چې پاکستان یو ولاړ او خوشحاله افغانستان په حق او حمایت کښې دې او په کار دې چې ملګری ملتونه ددې ستونزو د هوارولو لپاره فعال کردار ادا کړي. یاده دې وي چې د

Leave a reply