پاکستان له افغانستان څخه په واردوونکې تازه مېوې مالیه معاف کړه

0
108

پاکستان له افغانستان څخه په واردوونکې تازه مېوې مالیه معاف کړه

د پاکستان مالیې وزارت یو حکم صادر کړی چې امر پکې شوی چې له افغانستان څخه په وارېدو شویو تازه مېوو دې مالیه نه اخستل کېږي.

 

(2021 / 9 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)

د پاکستان مالیې وزارت یو حکم صادر کړی چې امر پکې شوی چې له افغانستان څخه په وارېدو شویو تازه مېوو دې مالیه نه اخستل کېږي.

د پاکستان هېواد له افغانستان سره د تجارت د پراختیا او ښه تجارت ترسراوي په موخه دغه مالیه معاف کړې ده.

دغې کړنې د پولې دواړه خواوې تجاران خوشاله کړي او ویلي یې دي چې دا چاره به د افغانستان او پاکستان تجارت ته لا وده ورکړي.

دې خوا بیا افغان باغداران وایي چې اوس به د دوی مېوې له خرابېدو او یا له ارازنه بیې خرڅېدو وژغورل شي او ارزښت به یې لوړ شي، دوی د پاکستان یادې کړنې ته خوشاله دي او په راتلونکې د لا ډېرې همکارۍ هیله ترې کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان مېوو باندې په زیاته اندازه مالیه اخستل کېده چې تجارانو له افغانستان څخه پاکستان ته د تازه مېوو وړلو ته زړۀ نه ښه کاوۀ.

 

Leave a reply