بلدیاتي ټاکنو کې به د آزاد امیدوار په توګه برخه اخلم: کلیم الله شینواري

0
185

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل نه د تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره امیدوار کلیم الله شینواری په لنډیکوتل پریس کلب کې یوې خبري غونډي ته په وینا کې اوویل چې په بلدیاتي ټاکنو کې د یو آزاد امیدوار په توګه برخه واخلی.

هغه زیاته کړه چې د ځایی اولس په خدمت یقین ساتي او د اولس زیات کسان زما په حق کې دي او زه به په دې ټاکنو کې په ډیرو ووټونو سره بریالۍ کیږم.
هغه زیاته کړه چې ما دې نه وړاندې هم ددې اولس او ځوانانو خدمت کړې او که د لنډیکوتل چیرمین وټاکل شوم نو هم به ددې اولس خدمت کوم.
د یوې پوښتنې په ځواب کې کلیم الله شینواري اوویل چې په لنډیکوتل کې دده په فکر د اوبو یوه لویه ستونزه ده او دې ستونزې د هواري لپاره به اړوند ادارو سره کار وکړی چې دا ستونزه هواره شی، اوویل چې د ځوانانو او ځای سیمې لوبغاړو لپاره به هم اسانتیاوې پیدا کولو لپاره اړوند ادارو مشرانو سره خبرې وکړه او عملي ګامونه به پورته کړي چې په دې سیمه کې د لوبو میدانونه جوړ شی او لوبغاړو لپاره سهولتونه پیدا شي.

Leave a reply