ویکتور اوزبان: هره ورځ ۳۵ زره اقغان مهاجر زموږ خاورې ته راوړي

ویکتور اوزبان: هره ورځ ۳۵ زره اقغان مهاجر زموږ خاورې ته راوړي
هغه د اروپايي هېوادونو پر چارواکو غږ کړی چې ژر تر ژره دې له هنګري سره د پولو د ساتنې لپاره امنیتي تدابیر ډېر کړي او له دغه هېواد سره دې مرسته وکړي چې د کډوالو د بحران مخنیوی وکړي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هره ورځ له دېرش تر پنځه دېرش زره پورې کسان له افغانستان کډوال کېږي.
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان وایي چې دوی پر خپلو پولو او له بالکان سره پر ګډه پوله امنیتي تدابیر سختوي. دده په خبره هره ورځ زرګونه کډوال له دې لارې اروپايي هېوادنو ته د تګ هڅه کوي.
هغه ویلي چې هره ورځ د ۳۵ زره په شاوخوا کې کډوال له افغانستان وځي او دا ټول د هنګري له لارې ځانونه اروپايي هېوادونو ته رسوي.
هغه د اروپايي هېوادونو پر چارواکو غږ کړی چې ژر تر ژره دې له هنګري سره د پولو د ساتنې لپاره امنیتي تدابیر ډېر کړي او له دغه هېواد سره دې مرسته وکړي چې د کډوالو د بحران مخنیوی وکړي.
اړوند موضوعات:
د بشري حقونو څار سازمان ترکي چارواکي لۀ افغان مهاجرو سره پر بد چلند متهم کړي دي
د هغه له لوري د افغان کډوالو د شمېرې په اړه تر اوسه په رسمي توګه چا غبرګون نه دی ښوودلی، خو نړیوالې رسنۍ وايي چې هره ورځ د افغانستان له پولو وځي او ځان نورو هېوادونو ته رسوي.






