د بشري حقونو څار سازمان ترکي چارواکي لۀ افغان مهاجرو سره پر بد چلند متهم کړي دي

د بشري حقونو څار سازمان ترکي چارواکي لۀ افغان مهاجرو سره پر بد چلند متهم کړي دي
دې سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې ترکي چارواکي له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې افغان کډوال وهي- ډبوي يې او هغه کسان چې د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي، بېرته یې ایران ته شړي.
(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې ترکي چارواکي په دې هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.
دې سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې ترکي چارواکي له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې افغان کډوال وهي- ډبوي يې او هغه کسان چې د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي، بېرته یې ایران ته شړي.
اړونده موضوعات:
په بیان کې راغلي دي چې د ترکي سرتېرو له خوا دا کډوال هومره سخت وهل شوي چې د ځینو هډوکي مات شوي دي.
بیان زیاتوي چې ترکي پوځيان افغان کډوال په لویو ډلو کې چې شمېر یې د پنځوسو او درې سوه کسانو ترمنځ دی، ایران ته شړي او په ځینو مواردو کې د کورنیو غړي له یوبل څخه بېلوي.
دا اندېښنه داسې مهال ده چې ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل نن ترکیې ته سفر وکړي او له ولسمشر اردوغان سره وګوري.
تمه ده چې مېرکل به په دې کتنه کې ترکیه وهڅوي چې د افغان کډوالو جبري ستنول بند کړي، په ډله ییز ډول د هغو د اېستلو او په سرحد کې د افغان کډوالو د مخنیوي د تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړی ؤ چې راتلونکی کال ممکن پنځه لکه افغانان کډوالۍ ته مجبور شي.



