مالیزیا افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده

مالیزیا افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده
د مالیزیایي مقام په خبره، طالبان باید افغانستان کې داسې نوی حکومت رامنځته کړي، چې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه پکې تضمین وي.
(2021 / 11 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال داتوک کاماردوین جعفر په افغانستان کې د ټول منلي حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی دی.
نوموړي دا هم ویلي، چې دوی به په قطر کې د خپل سفارت له لارې له طالبانو سره په اړیکه کې وي.
د مالیزیایي مقام په خبره، طالبان باید افغانستان کې داسې نوی حکومت رامنځته کړي، چې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه پکې تضمین وي.
د ټول شموله حکومت جوړیدل د نړۍ د زیاتو هېوادونو او افغانانو غوښتنه ده، چې په پرله پسې توګه له طالبانو څخه کیږي.
اړوند موضوعات:
امریکا طالبانو ته ویلي چې د پر رسمیت پېژندلو لپاره ټولشموله حکومت جوړ کړي
په تازه څرګندونو کې د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ویلي، چې د دوی غېږه د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده او ټولو اهلو افغانانو ته به په حکومت کې د خدمت زمینه برابره کړي.






