امریکا طالبانو ته ویلي چې د پر رسمیت پېژندلو لپاره ټولشموله حکومت جوړ کړي

امریکا طالبانو ته ویلي چې د پر رسمیت پېژندلو لپاره ټولشموله حکومت جوړ کړي
دې امریکایي چارواکي همدارنګه ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو او بشري مرستې کونکو سره هر ډول همکاري کوي. ویسټ ویلي چې د طالبانو سره به ښکاره او ریښتینې دیپلوماسي پالي.
(2021 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ وایي واشنګټن له مخکې نه طالبانو ته واضح کړې وه که په افغانستان کې د مخکني حکومت سره د خبرو پر ځای د زور د لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به پرې بندې شي.
ویسټ ویلي چې همداسې وشو. نوموړي ویلي، مشروعیت او ملاتړ باید د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولشموله حکومت جوړولو، د اقلیتونو، میرمنو او نجونو حقونو ته د درناوي او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسي په ورکولو باید وګټل شي.
د امریکا ځانګړي استازي په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د کلونو وچکالۍ او کرونا وبا له کبله اقتصادي او بشري ستونزې وې او زیاته کړې یې ده چې امریکا به د افغانستان د ولس سره خپلې مرستې روانې ساتې.
دې امریکایي چارواکي همدارنګه ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو او بشري مرستې کونکو سره هر ډول همکاري کوي. ویسټ ویلي چې د طالبانو سره به ښکاره او ریښتینې دیپلوماسي پالي.
اړوند موضوعات:
امریکايي سناتور: د افغانستان نوی حکومت دې د بشر حقوق درناوی وکړي
د ده په خبره که طالبان د شتمنیو خلاصیدل غواړي لومړی باید مشروعیت وګټي. طالبانو د تیرې چهارشنبې په ورځ د امریکا له کانګرس نه په یو پرانیستې لیک کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د خلاصید غوښتنه کړې وه.






