اروپايي ټولنې پۀ نړۍوالو غږ کړی چې لۀ افغانستان سره همکاري ډېره کړي 

0
51

اروپايي ټولنې پۀ نړۍوالو غږ کړی چې لۀ افغانستان سره همکاري ډېره کړي 

د نوموړې په خبره پوهنتونونه تړل شوي، د نجونو ښوونځي په بشپړه توګه نه دي پرانیستل شوي، د بیان ازادي ځان په خطر کې احساسوي او دې ته ورته مسایل دي چې نړیواله ټولنه یې باید د ساتلو او پاللو لپاره هڅې وکړي.

 

(2021 / 11 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړیوال دې د بشري ارزښتونو د ساتلو لپاره له افغانستان سره همکاري ډېره کړي.

اروپايي ټولنه وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ساتلو ته جدي اړتیا ده او ددې وخت دی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د افغانانو لومړنیو حقونو لپاره هڅې وکړي.

ددغه اتحادیې یوې ديپلوماتې انډرولا کمېنارا په یوه انلاین کنفرانس کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی او میلیونونه وګړي خپلو لومړنیو حقونو ته له لاسرسي محروم دي.

د نوموړې په خبره پوهنتونونه تړل شوي، د نجونو ښوونځي په بشپړه توګه نه دي پرانیستل شوي، د بیان ازادي ځان په خطر کې احساسوي او دې ته ورته مسایل دي چې نړیواله ټولنه یې باید د ساتلو او پاللو لپاره هڅې وکړي.

اړوند موضوعات: 

اروپايي ټولنه افغانستان کې دفتر پرانیزي 

بلخوا د ا.ا.ا بیا په ځلونو ویلي چې دوی بشري حقونو ته ژمن دي او په دې اړه د نړیوالو اندېښنې بېځایه دي.

Leave a reply