اروپايي ټولنه افغانستان کې دفتر پرانیزي 

0
139

اروپايي ټولنه افغانستان کې دفتر پرانیزي 

همدا راز بروکسل غواړي چې په افغانستان کې د تخلیې ماموریت په موخه هم خپلو چارو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

اروپايي ټولنه په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ستر مرستندویه بنسټ بلل شوی دی او ددې احتمال شته چې د دفتر په پرانیستل کېدو سره یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

 

(2021 / 10 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپايي ټولنه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک دفتر پرانیزي.

د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د تعامل او له دغه ډله سره د محدودو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.

اړوند موضوعات:

اروپايي ټولنه نن د افغانستان پۀ اړه خبرې کوي 

سرچینه وایي چې اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د رسولو او نورو ديپلوماتیکو چارو په موخه خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي.

همدا راز بروکسل غواړي چې په افغانستان کې د تخلیې ماموریت په موخه هم خپلو چارو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

اروپايي ټولنه په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ستر مرستندویه بنسټ بلل شوی دی او ددې احتمال شته چې د دفتر په پرانیستل کېدو سره یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې وروسته د ا.ا.ا تر واکنمېدو دا به لومړی دفتر وې چې طالبانو سره د رسمي خبرو درلودلو لپاره جوړېږي او ممکن تر دې وروسته ځینې نور هېوادونه هم دفتر /سفارت خلاصولوته زړۀ ښۀ کړي.

 

Leave a reply