اروپايي ټولنه نن د افغانستان پۀ اړه خبرې کوي 

0
78

اروپايي ټولنه نن د افغانستان پۀ اړه خبرې کوي 

راپورونه وایي چې د اروپايي ټولنې په غونډه کې د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کېږي.

په غونډه کې همدا راز په فارس خلیج، ایتوپیا او نیکارګوا کې پر انساني وضعیت، تونس او بالکان خبرې کېږي.

 

(2021 / 10  / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن په لوکزامبورګ کې د اروپايي ټولنې ځانګړې ناسته جوړه شي او په هغه کې به ددغه ټولنې پر فعالیتونو او ماموریتونو خبرې کېږي.

راپورونه وایي چې د اروپايي ټولنې په غونډه کې د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کېږي.

په غونډه کې همدا راز په فارس خلیج، ایتوپیا او نیکارګوا کې پر انساني وضعیت، تونس او بالکان خبرې کېږي.

دا چې اروپايي ټولنه به د افغانستان په اړه پر کومو پرېکو لاس پورې کوي په اړه یې لا بشپړ معلومات نشته دي.

اړوند موضوعات: 

اروپایي ټولنه وايي افغانستان کې اقتصادي سیستم له ګډوډېدو سره مخ دی

تر دې وړاندې هم په خپلو غونډو کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او دلته د بشري حقونو پر ساتنه ټینګار کړی دی.

دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ راتلونکو څو ورځو کې مسکو هم د افغانستان پۀ اړه غونډه رابولي، یاده غونډه کې به د افغانستان پۀ اړه پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي. د مسکو غونډې ته د ا.ا.ا او امریکا هم رابلل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې افغانستان کې د وروستي تحول لۀ امله پۀ بېلابېلو هېوادونو کې د بحث ډیری موضوعات پر افغانستان راڅرخي.

 

 

Leave a reply