د سره صلیب نړیوالې کمیټې مسوولین وایي، چې په افغانستان کې اوسمهال تر ټولو مهمه اړتیا نغدې پیسې دي

د سره صلیب نړیوالې کمیټې مسوولین وایي، چې په افغانستان کې اوسمهال تر ټولو مهمه اړتیا نغدې پیسې دي
د راپورونو له مخې، سور صلیب کار د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول د ادارې په منظورۍ سره د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د یوه جلا تړون له لارې ترسره کوي.
(2021 / 11 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د یادې کمېټې مشر پیټرماریر ویلي، خیریه موسسې هڅه کوي ډاکټرانو او نرسانو ته د معاشونو د ورکولو لاره پیداکړي، ځکه د دوی بانکي حسابونو ته پیسې نهشي لېږلی.
د راپورونو له مخې، سور صلیب کار د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول د ادارې په منظورۍ سره د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د یوه جلا تړون له لارې ترسره کوي.
دغه کمېټه نغدې پیسې د طالب چارواکو پرځای په مستقیم ډول د سره صلیب د کمیټې له لارې طبي کارکونکو ته ورکول کیږي.
اړوند موضوعات:
سور صلیب وايي چې نړيواله ټولنه دې د ا.ا سره تعامل وکړي
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر پیټرماریر په داسې وخت دغه خبرې کوي چې تیره اونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی و چې افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ کېدونکی دی، او بد اقتصادي وضعیت به د افراطیت له ودې سره مرسته وکړي.






