سور صلیب وايي چې نړيواله ټولنه دې د ا.ا سره تعامل وکړي

سور صلیب وايي چې نړيواله ټولنه دې د ا.ا سره تعامل وکړي
د راپور له مخې سره صلیب اعلان کړی، چې نړیواله ټولنه باید له ا.ا سره تعامل وکړي، ځکه چې مرستندویان په یوازې ځان نشي کولی، افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
(2021 / 10 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سره صلېب نړیواله کمیټه وایي، په یوازې سر نه شي کولی چې د افغانستان په بشري ناورین پسې ورسیږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دې کمېټې عمومي رییس رابرت ماردیني ویلي، چې خلکو ته د اساسي خدماتو د رسولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم دی.
اړوند موضوعات:
افغان اولس سره د مرستو لپاره ۳۸ ملین ډالرو ته اړتیا ده: سور صلیب
د راپور له مخې سره صلیب اعلان کړی، چې نړیواله ټولنه باید له ا.ا سره تعامل وکړي، ځکه چې مرستندویان په یوازې ځان نشي کولی، افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
تر دې وړاندې د سرۀ صلیب نړیوالې کمېټې مشر افغانستان ته سفر کړی ؤ، تر سفر وروسته ئې ویلي ؤ چې د دۀ سفر لۀ لاسته راوړنو ډک ؤ، او راتلونکې کې به خپل کارونه افغانستان کې لا ډېر کړي.
د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې د ا.ا.ا هم هڅې ګړندۍ کړي چې نړیواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.






