متحده عربي اماراتو کابل کې بیا ځلي سفارت پرانیستی

متحده عربي اماراتو کابل کې بیا ځلي سفارت پرانیستی
د ا.ا.ا مرستیال ویاند مرستیال احمدالله وثیق په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا په کابل کې د سفارتونو بیا پرانیسته د دوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو ګامونه دي.
(2021 / 11 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
طالب چارواکو ویلي، چې د متحده عربي اماراتو پرون شنبه د نومبر ۲۱مه په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیستلی دی.
د ا.ا.ا مرستیال ویاند مرستیال احمدالله وثیق په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا په کابل کې د سفارتونو بیا پرانیسته د دوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو ګامونه دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې متحده عربي امارات او افغانستان له ډېر پخوا څخه ښې اړیکې لري. هغه لیکلي:
“متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانېست. د نورو مثبتو ګامونو په لور یو مثبت ګام.متحده عرب امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړی شي”
اړوند موضوعات:
په ورته تر دې وړاندې د جرمني او هالنډ هېوادونو استازو هم کابل ته د خپل سفر پرمهال له طالب چارواکو سره لیدلي دي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي یوې مالیزیايي خبري شبکې ته ویلي، چې جرمني به هم همدا اوونۍ کابل کې خپل سفارت پرانیزي.





