د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايی چې ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه هم افغانستان کې خپل سفارتونو پرانیزي 

0
93

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايی چې ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه هم افغانستان کې خپل سفارتونو پرانیزي 

هغه ویلي چې د افغانستان نوی حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیوال هم د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې له افغانستان سره وپالي.

 

(2021 / 11 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ډېر ژر به ګڼ هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي چې دمګړی په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سفارتونه پرانیستي دي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

د متقي په خبره ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي.

هغه ویلي چې د افغانستان نوی حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیوال هم د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې له افغانستان سره وپالي.

Leave a reply