افغانستان لۀ ایران څخه نوره برېښنا هم پېري
افغانستان لۀ ایران څخه نوره برېښنا هم پېري
برېښنا شرکت دا خبر پر داسې مهال ورکوي چې په دې وروستیو کې د مرکز او یو شمېر ولایتونو خلک د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه لري او له حکومت څخه غواړي چې ستونزو ته یې رسېدګي وکړي.
(2021 / 11 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې دغه شرکت له ایران سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې پر بنسټ به یې ایران افغانستان ته ۱۰۰ میګاواټه برېښنا ورکوي.
د یاد شرکت په خبره، له ایران څخه افغانستان ته راتلونکې برېښنا به تر یوه حده د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو د اوسېدونکو ستونزه اواره کړي.
اړوند موضوعات:
تاجکستان: د افغانستان پر ځای قرغزستان ته د برېښنا صادرات ډېروو
برېښنا شرکت دا خبر پر داسې مهال ورکوي چې په دې وروستیو کې د مرکز او یو شمېر ولایتونو خلک د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه لري او له حکومت څخه غواړي چې ستونزو ته یې رسېدګي وکړي.
د یادونې ده چې ان په دوبي کې هم د کابل ښار اوسېدونکي پوره ۲۴ ساعته برېښنا نه لري خو اوس چې ژمی هم لا را رسېدلی نه دی، کابل ښاریان په شپه او ورځ کې یوازې اته ساعته له برېښنا برخمن دي.