د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د افغان حکومت پۀ منځګړتوب اوربند شوی دی

0
173

د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د افغان حکومت پۀ منځګړتوب اوربند شوی دی

د پاکستاني طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی له حکومت سره مذاکرات پيلوي او ددې مذاکراتو لپاره یوه میاشت اوربند رامنځ ته شوی دی او په دې لړ کې که پرمختګ رامنځ ته کېږي نو اوربند به تمدېدېږي.

 

(2021 / 11 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني طالبانو له پاکستاني حکومت سره د افغان طا لبانو په منځګړیتوب بشپړ اوربند کړی دی.

د پاکستاني طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی له حکومت سره مذاکرات پيلوي او ددې مذاکراتو لپاره یوه میاشت اوربند رامنځ ته شوی دی او په دې لړ کې که پرمختګ رامنځ ته کېږي نو اوربند به تمدېدېږي.

اړوند موضوعات: 

پاکستان ټي ټي پي / پاکستاني طالبانو ته د خبرو کولو وړاندیز کړی دس

پاکستاني حکومت هم ویلي چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب یې د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې کړې دي او پر بشپړ اوربند توافق شوی دی.

پاکستاني طالبانو په خپله اعلامیه کې له افغان طالبانو د منځګړیتوب له امله مننه کړې ده او ټينګار یې کړی چې دوی اوربند ته ژمن دي او حکومتي لوري ته په کار ده چې له هوکړې سرغړونه ونه کړي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پاکستاني طالبانو حکومت ته ګواښ وکړ چې ژر به یې پر وړاندې جګړه پيلوي او هلته به رښتینی اسلامي نظام حاکموي.

Leave a reply