پاکستان ټي ټي پي / پاکستاني طالبانو ته د خبرو کولو وړاندیز کړی دس

0
144

پاکستان ټي ټي پي / پاکستاني طالبانو ته د خبرو کولو وړاندیز کړی دی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پاکستانیو طالبانو ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او رادې شي پاکستان دولت سره دې خبرې وکړي.

 

 

(2021 / 10  / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پاکستانیو طالبانو ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او رادې شي د پاکستان دولت سره دې خبرې وکړي.

نوموړي ویلي چې که پاکستاني طالبان وسله پر ځمکه کېږدي  د پاکستان حکومت به ورسره خبرې وکړي او بښنه به ورته وکړي.

وروسته تر هغه چې افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل د پاکستان طالبانو او بلڅو ملت پالو له افغان طالبانو په الهام جګړو ته زور ورکړ.

د پاکستان فوځ د طالبانو او بلوڅو ملتپالو پر ضد پراخ عملیات وکړل چې پایله دواړو لوریو ته مرګ ژوبلې هم واووښتې، تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې طالبان دې وسله پرځمکه کېږدي، د پاکستان حکومت به ورسره خبرې وکړي او وبه یې بښي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي ؤ چې د افغان طالبانو په منځګړتوب به پاکستانیو طالبانو سره افغانستان کې خبرې وکړي.

خو د پاکستان طالبانو بیا د عمران خان دغه غوښتنه رد کړې او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی چې جګړې ته زور ورکړي.

 

Leave a reply