زما ژوند په خطر کې دی، زما دوکان په ۲۰۱۷ کال کې سوځول شوی،دوکاندار

0
220

زما ژوند په خطر کې دی، زما دوکان په ۲۰۱۷ کال کې سوځول شوی،دوکاندار
باغی ټي وي رپورټ
احسان الله شينواري چې د حبيب الرحمن شينواري ځوې دې او د خوګاخېل تحصیل لنډي کوتل اوسیدونکې دې رسنيو ته ويلي، چې ناپېژاندو وسله والو د لني ې کوتل بازار کښې ددوی دوکان سوځولی وو.
هغه وويل چې دا پېښه د ٢٠١٧ کال د مارچ په ٢٥مه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو کسانو په افغانستان کښې د ناټو ځواکونو ته سامان وړونکي د لاریو ډریورانو ته د خوراکي توکو د رسولو په تور زمونږ په دوکان برید وکړو ،هغه زیاته کړه چې په دې پیښه کښې زه يې له ورور وحيدالله سره سخت ټپي کړم.
دوی وویل چې د نیټو سپلایی لاریو چلوونکي او کنډکټران به ددوی دوکان څخه خوراکي توکي اخستل چې بیا روسته په دې تور کښې زمونږ دوکان په نښه شول.
هغه غوښتنه وکړه چې ددوي ژوند ته ګواښ دې او دوی ته تحفظ ورکړل شي.

Leave a reply