د قومي اسمبلۍ د نوي سپيکر او ډپټي سپيکر د انتخاب لپاره به نن پولنګ کېږي، د وزيراعظم انتخاب به د مارچ په درېيمه نېټه کېږي

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ د نوي سپيکر او ډپټي سپيکر د انتخاب لپاره به نن پولنګ کېږي، د وزيراعظم انتخاب به د مارچ په درېيمه نېټه کېږي.

تيره ورځ د قامي اسمبلۍ په غېرقانوني غونډه کې له ٣٣٦ غړو څخه ٣٠٢ يې حلف واخيست.

د قامي اسمبلۍ د شپاړسمې غونډې په اوله غونډه کې د مسلم لیګ نون او تحریک انصاف په ملاتړ د سني اتحاد کونسل غړو د سپیکر ډایس مخې ته د یو بل خلاف سخت نعرې وهلې.
ايوان ته تر راتلو وروستو نواز شريف او شهباز شريف د آصف زرداري او بلاول بهټو سره لاسونه ښکل کړل.

د پي ټي آئي په ملاتړ د سني اتحاد کونسل غړو هم په نواز شريف ماسکونه اچولي وو او د عمران خان په حق کښې يې نعرې وهلې او غړو د رول آف ممبر د لاسليک کولو په وخت د عمران خان عکسونه هم وهلي وو. اصفه بهټو هم نعرې وهلې چې آصف زرداري دلاسليک کولو په مهال په ايوان کې موجود مولانا فضل الرحمان اؤ اخترمينگل سره ليدنه کړې وه اؤ دپنجاب وزيراعلي مريم نواز اؤ اصفه بوټو هم په گيلري کې وليدل اؤ دواړو يو بل سره په غېږ کې وکتل.

بل لوري ته په ايوان کې د سپيکر او ډپټي سپيکر د انتخاب په اړه د پي ټي ائي مشر بيرسټر ګوهر وايي تر هغه وخته پورې چې اسمبلۍ بشپړه شوې نه وي سپيکر نه شي ټاکل کيداى، د خلکو نمائنده يواځې هغه وخت جوړيدلى شي چې د خلکو ميډيټ ترلاسه شي. په ملي شورا کې زموږ شمېر ۱۸۶ دی.

Leave a reply