د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزیر پر نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان دې لۀ بشري ناورین څخه وژغوري

د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزیر پر نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان دې لۀ بشري ناورین څخه وژغوري
کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې اوس په افغانستان کی جګړه نشته او هرڅوک په ښه ډاډ سره کولای شي کار وکړی. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان تر بل هر وخته اوس ډیر د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته اړتیا لري او که هرڅوک وغواړي چې افغانستان کې کار وکړي دوی ورته د کار او بشري فعالیت مناسبه فضا اماده کوي.
(2021 / 10 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، چې نړیواله ټولنه باید بشري مرستې سیاسي نه کړي او په افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
حقاني دغه څرګندونې پرون د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې کړې دي. د راپورونو له مخې په دې کتنه کې د یوناما مشرې دیبورا لاینز په افغانستان کی د امنیتي وضعیت د ښه والي او د کابینې د ټول شموله کیدو په ځانګړي ډول د وزیرانو د مرستیالانو ټولشمولیت له کبله د نوي حکومت هڅې ستایلي دي.
اړوند موضوعات:
ګوترش: افغانستان کې؛ د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پوره هڅه کوو
د کورنیو چارو وزیر وايي چې پر افغانستان د شته بندیزونو او د امریکا له خوا د دې هیواد د شتمني د کنګل کولو له امله دوی ویني چې افغانستان له یوه ستر بشري ناورین سره مخ کیدونکی دی چې مخنیوی یې د دوی او نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.
کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې اوس په افغانستان کی جګړه نشته او هرڅوک په ښه ډاډ سره کولای شي کار وکړی. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان تر بل هر وخته اوس ډیر د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته اړتیا لري او که هرڅوک وغواړي چې افغانستان کې کار وکړي دوی ورته د کار او بشري فعالیت مناسبه فضا اماده کوي.
د یوناما مشرې په دغه ناسته کې ژمنه کړې چې د افغان چارواکو سره د ناستو پایلې او د بشري ناورین په اړه د دوی اندیښنې به د ملګرو ملتونو له چارواکو سره شریکې کړي.






