ګوترش: افغانستان کې؛ د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پوره هڅه کوو

ګوترش: افغانستان کې؛ د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پوره هڅه کوو
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په ژنیو کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستې د نړیوالو لومړیتوب دی
(2021 / 9 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په ژنیو کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستې د نړیوالو لومړیتوب دی او په دغه هېواد کې به د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پام وړ هڅې وکړي. ګوترش څرګنده کړې چې ملګري ملتونه افغانانو ته د بشري مرستو برابرولو کې پام وړ رول لوبولی شي او دوی به دې ماموریت ته دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی دی چې نړیوال باید د دغه هېواد د اقتصادي ثبات لپاره هم حل لارې ومومي ځکه د ده په خبره که چېرته د دغه هېواد اقتصادي وضعیت خراب وي نو ترهګر ورڅخه ناوړه ګټه اخیستلی شي. هغه ویلي چې د ا.ا.ا سره اړیکه مهمه ده او بېلابېل هېوادونه کولی شي له هغوی سره اغېزمنې اړیکې ټینګې کړي.





