د پاکستان چيف جسټس قاضي فائز عيسى د پي ټي آئي وکيل بيرسټر علي ظفر سره د خبرو په مهال ويلي دي چې د ملک صدر د انتخاباتو نيټې نه اعلانولو سره د اساسي قانون خلاف ورزي کړې ده

0
107

باغي ټي وي رپورټ

د چيف جسټس قاضي فائز عيسى په مشرۍ کې د سپريم کورټ درې کسيزه بينچ په ٩٠ ورځو کې د عامو انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د درخواستونو اورېدنه کوي، جسټس امين الدين خان او جسټس اطهر من الله هم په بنچ کې برخه لري.

دتحريک انصاف وکيل علي ظفر دلائل وړاندې کړل او ويې ويل چې پي ټي ائي په ٩٠ ورځو کې دانتخاباتو دترسره کولو غوښتنه محدوده کړې ده، په يوه ورځ کې دانتخاباتو غوښتنه بې اثره شوه، په تير اوريدنه کې وئيل شوي وؤ چې په ٩٠ ورځو کې انتخابات ممکن نۀ دي. .

بيرسټر علي ظفر وويل چې پي ټي ائي يواځې انتخابات غواړي، بنيادي حقونه دانتخاباتو له مقدمې سره تړلي دي، که انتخابات نۀ وي نو پارلمان به نۀ وي او نۀ به قانون جوړيږي، دتاريخ ورکولو خبره په آئين کې ذکر شوې ده. د ټاکنو کمېسیون سره د مشورې لپاره یې لیک لیکلی، چې په اړه یې لوی څارنوال ویلي، ولسمشر په لیک کې لیکلي، چې محکمه دې د ټاکنو موضوع وڅېړي، ایا ولسمشر وايي، ستره محکمه دې د ټاکنو موضوع وڅېړي؟ ټاکنې، موضوع ته پام وکړئ؟

آیا ولسمشر خپل اساسي مسوولیت ادا کړی؟ د پي ټي آئي د وکيل نه د چيف جسټس سوال

د پي ټي ائي وکيل وويل صدر په خط کې ليکلي دي چې عدالت دې هم بيا کتنه کولى شي، په دې اړه جسټس قاضي فائز عيسى وويل صدر په خط کې دانتخاباتو کومه نيټه نۀ ده ورکړې، آيا صدر خپل آئيني ذمه واري پوره کړې؟

بيرسټر علي ظفر وويل ولسمشر دانتخاباتو په اړه صلاح مشورې سره خپل ذمه واري پوره کړه.جسټس اطهر من الله وويل چې اسمبلۍ په نهم اګست منحل شوې نو ولې صدر اليکشن کميشن ته خط ليکلى وؤ چې د ستمبر په دوهمه نيټه ورکړي؟ ؟

وکيل علي ظفر وويل چې اليکشن کميشن صدر ته وويل دا ستاسو اختيار نۀ دى چې دتاريخ نيټه ورکړي دا زمونږ ده، چيف جسټس وويل تاسو هغه خط وگورئ چې صدر پکې نيټه ورکړې؟

Leave a reply