کابل رسنیو دفتر: د کابل فرزی ولسوالۍ کې د دوه کورنیو اوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

0
40

کابل رسنیو دفتر: د کابل فرزی ولسوالۍ کې د دوه کورنیو اوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

25 اکتوبر چهارشنبه 2023

د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي د فرزی ولسوالۍ په یو ستره ولسي غونډه کې چې دوو کورنیو ترمنځ د ټولنیزو ستونزو د حل په پار جوړه شوې وه ګډون او وینا وکړه.

 

شیخ محمدقاسم خالد په وینا؛ دغه روغه او جوړه د ولایت مقام او د فرزی ولسوالۍ د مسولینو په هڅو وشوه، او دواړو خواوو یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړل.

 

کابل والي همدار راز د یادې غونډې ګډونوالو ته وویل؛چې په ټولنه کې په ورورلۍ ژوند کول به مو ټولنه له هر ډول فساد او ستونزو لرې وساتي او په دوی یې غږ وکړ چې خپلو کې سره د ورورولی په فضا کې ژوند وکړي.

 

ښاغلي خالد د غونډې ګډونوالو ته په شرعي لحاظ د قتل په اړه معلومات ورکړل او وویل؛ دوښمنې په دوستې بدلول د عبادت یو برخه ده او د ولسوالۍ له مسولینو،قومي مشرانو او سپین ږیرو څخه یې وغوښتل چې په ټولنه کې داسې موضعاتو په حل کولو کې خپلې هڅې لا ډیرې کړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بیا واکمنیدو سره د نورو ګڼو لاسته راوړنو ترڅنګ د قومونو او کورنیو ترمنځ د دښمنیو او اختلافاتو په حل کولو کې هم مٶثر ګامونه اخیستي چې تر دې مهاله یې د قتل سلګونه موضوعات حل کړي دې.

اړوند موضوعات

کابل والي د یوناما دفتر د مرکزي زون له رئیسې سره د نوو پروژو د عملي کیدو په اړه خبرې اترې کړي.

 

د ښاغلي خالد په وینا؛ تیرو شپږو میاشتو کې یې د یاد ولایت مقام د لارښونو او د ولسوالیو د مسوولینو په هڅو تر دې مهاله ۶۵ څخه زیاتې کورني او قومي شخړې حل او فصل کړي دي.

Leave a reply