کابل والي د یوناما دفتر د مرکزي زون له رئیسې سره د نوو پروژو د عملي کیدو په اړه خبرې اترې کړي.

0
72

کابل والي د یوناما دفتر د مرکزي زون له رئیسې سره د نوو پروژو د عملي کیدو په اړه خبرې اترې کړي.

23 اکتوبر دوشنبه 2023

د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د یوناما مرکزي دفتر له رییسې Aneet leet/ انیت لیت سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.

 

د یوناما دفتر مرکزي زون رییسې اغلې Aneet leet افغانستان کې د خپلو نوو فعالیتونو په اړه کابل والي ته معلومات ورکړل او وې ویل، چې موږ غواړو د کابل په بېلابېلو برخو کې پروژې پلي کړو.

خبر زیاتوي چې د یوناما دفتر رئیسې همدا راز زیاته کړه، چې یاد دفتر غواړي د ښې حکومتولي او د خلکو د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې غونډې جوړې او د کابل ولایت ولسونو ته د ملګرو ملتونو په اړه معلومات ورکړي.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د یوناما دفتر د مرکزي زون رییسې ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د یاد دفتر مرستې او د ولسونو لاسنیوي ستاینه وکړه.

 

کابل والي دوی ته د نویو پروژو د پلي کولو په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ او له ولایتي ادارې سره یې په همغږي ټينګار وکړ.

 

شیخ محمد قاسم خالد کابل ښار کې د پاکو اوبو نشتون ستونزې ته په اشارې سره وویل، چې کابل ښارایان د پاکو اوبو له بحران سره مخ دې او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د دغه بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي.

اړوند موضوعات

کابل موسهي ولسوالۍ کې د دوه کورنیو تر مینځ دښمني د اسلامي امارت په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.

 

یوناما له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د زده کړو، روغتیا او د خوړو رسونې په برخه کې له خلکو سره بشرې مرستې پرمخ وړي.

Leave a reply