کلیو پراختیا وزارت لغمان او جوزجان ولایتونو کې څه د پاسه ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
108

کلیو پراختیا وزارت لغمان او جوزجان ولایتونو کې څه د پاسه ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

25 اکتوبر چهارشنبه 2023

 

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د جوزجان او لغمان ولایتي ریاستونو له لورې د نړیوال خوراکي پروګرام WFP په مالي مرسته د څه باندې ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پیسو مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د (۹۶۴) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې په یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو اوړه، (۶،۲۵۰) کیلو دال، (۴،۵۵) کیلو غوړي او د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي شامل دي.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت لغمان ولایت کې د اوبو رسولو لس شبکې ګټې اخیستنې سپارلي.

 

همدا راز د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې (۱۴۴۴) اړمنو کورنیو سره د نقدي پیسو مرسته ترسره شوه، چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته (۳۲۰۰) افغانۍ نقدې پیسې وویشل شوې.

Leave a reply